سياستمهم خبرونه

طالبانو د سياسي نيونو تورونه رد کړل

د طالبانو اداره هغه تورونه رد کړي چې د امريکا د چارواکو له لوري پرې لګول شوي، چې ګواکې بهرني اتباع د سياسي امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره نيول کېږي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي د سه‌شنبې په ورځ د کب پر ۱۹مه په يوې اعلاميې کې وويل چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري د دې ډلې د «غيرقانوني نيونو ملاتړ کوونکې» په توګه معرفي کول د افسوس وړ دي.

بلخي زياته کړه چې يو شمېر بهرني اتباع چې نيول شوي وو، له هغه وروسته چې د ده په وينا «قانوني مراحل» يې بشپړ کړل، ازاد شوي دي. د طالبانو اداره ادعا کړې چې په تېر ميلادي کال کې يې د حسن نيت په توګه يو شمېر امريکايان هم خوشې کړي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چې د امريکايي بنديانو په اړه د قطر د دولت په منځګړيتوب خبرې شوي او په دې برخه کې «مثبت ګامونه» پورته شوي دي. خو دغه اداره د بنديانو د شمېر، د ارزونې د پروسې او د ياد شوو ګامونو د څرنګوالي په اړه جزئيات نه دي ورکړي؛ موضوع چې د کورنيو او نړيوالو ادارو اندېښنې يې راپارولي دي.

دا غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، مارکو روبیو، طالبانو تورن کړل چې د نورو هېوادونو د اتباعو د نيولو او سياسي ګټې اخيستنې لپاره له تروريستي تګلارو استفاده کوي. هغه ټينګار وکړ چې دغه ډله د غيرقانوني نيونو او کړنو ملاتړې ده.

په تېرو څو کلونو کې د طالبانو له لوري د بهرنيانو نيول څو ځله د خبرونو سرټکي ګرځېدلي او د دې ادارې او نړيوالې ټولنې ترمنځ د تاوتريخوالي يوه مهمه موضوع شوې ده. د بشري حقونو نهادونو مخکې له دې غوښتنه کړې وه چې د بنديانو وضعيت روښانه شي او د نړيوال حقوقو معيارونه مراعت شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button