کلتور او هنرمهم خبرونه

طالبانو په کندهار کې د احمدشاهي دورې يو تاريخي ودانۍ ويجاړه کړې

د طالبانو ادارې په کندهار ښار کې يو مهم او زوړ ودانۍ چې د احمدشاه دراني د دورې پورې تړاو درلود، د سړک نقشه د پلي کولو په موخه ويجاړه کړې ده. دا ودانۍ د کندهار ښار په زړه کې، د ولايت مقام تر څنګ موقعيت لرله او د احمدشاهي دولت د مالي نظام له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېده.

عبدالکريم خرم، چې د جمهوريت د نظام د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير دی، د دې ودانۍ ويجاړول د «افغانستان د تاريخ له منځه وړل» بللي دي. ده ټينګار کړی چې د داسې تاريخي آبداتو ارزښت د سرو زرو څخه زيات دی او د هغوی له منځه وړل د هېواد د تاريخي هويت د يوې برخې د نابودېدو معنا لري.

د کلتوري او علمي کارپوهانو په وينا، په دې ودانۍ کې د هغه وخت د دولت مالي چارو تنظيمېدې او د حکومت شتمنۍ او د خلکو امانتونه پکې ساتل کېدل. د دوی په باور، دا ودانۍ يوازې يو اداري ځای نه، بلکې د دراني امپراتورۍ د اقتصادي جوړښت او تاريخي حافظې برخه وه.

د موجودو معلوماتو له مخې، دا تاريخي آبدات د سړک د نقشې په مسير کې واقع وو، او همدا دليل و چې ويجاړ شول. تر دې وړاندې هم د طالبانو ادارې په بېلابېلو برخو کې يو شمېر تاريخي آبدات، سينماګانې او فرهنګي ځایونه له منځه وړې دي، هغه کړنه چې همېشه د کلتوري فعالانو او د تاريخي ميراث د مدافعانو د اندېښنې لامل شوې ده.

د احمدشاه دراني دوره، چې د اتلسمې ميلادي پېړۍ پورې اړه لري، د افغانستان د تاريخ له مهمو پړاوونو څخه شمېرل کېږي، او ډېرې ودانۍ چې له هغې دورې پاتې دي، د هېواد د کلتوري ميراث يوه برخه ګڼل کېږي. د دغسې آبداتو ويجاړېدل دا پوښتنه راولاړوي چې د اوسني حاکميت تر سيورې لاندې به د تاريخي ميراث ساتنه څنګه ترسره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button