د طالبانو د ادارې پلاوي د هرات اسلامقلعه بندر وکوت

د طالبانو د ادارې يو ټاکل شوی پلاوی چې د وزيرانو شورا له خوا ګومارل شوی، د صنعت او سوداګرۍ، عامه ګټو او ترانسپورت وزارتونو معینان او د ماليې وزارت د ګمرکونو رييس پکې شامل وو، د هرات ولايت ته سفر وکړ او د اسلامقلعه له بندر څخه يې ليدنه وکړه.
د هرات د والي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دغه پلاوي د سفر اصلي موخه د اسلامقلعه په پوله کې د ستونزو او ننګونو ارزونه او د صادراتو او وارداتو د اسانتياوو د زياتولو لپاره د حللارو موندل بلل شوي دي. اسلامقلعه د افغانستان او ايران تر منځ يو له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه شمېرل کېږي او د سوداګريزو توکو د لېږد راليږد په برخه کې مهم رول لري.
د پلاوي غړو همدارنګه له سوداګرو او د موټرو له چلوونکو سره بېلابېلې ناستې کړي او د هغوی نظرونه او ستونزې یې اورېدلي دي. د سيمهييزو چارواکو په وينا، ټاکل شوې ده چې د دغو ناستو پایلې د طالبانو د ادارې له کابینې سره د ارزونې او پرېکړې لپاره شريکې شي.
سوداګر بيا ټينګار کوي چې د ترانزیت د بهير ځنډ، د معياري اسانتياوو نشتوالی او د بندر د مدیریت کمزوري د دوی پر اقتصادي فعاليتونو منفي اغېز کړی دی. د دوی په باور، په دې برخو کې روڼ او عملي رسېدنه کولی شي د سوداګرۍ په پرمختګ او د لګښتونو په کمېدو کې مهم نقش ولري.




