دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د طالبانو پلاوی د سوداګریزو همکاریو د پراخولو لپاره بنګله‌دېش ته تللی

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت نن د يکشنبې په ورځ، د جدي په ۲۸مه اعلان کړی چې احمدالله زاهد، د دې وزارت معين، د يو پلاوي په مشرۍ بنګله‌دېش ته تللی دی.

دغه وزارت په خپل ایکس (پخواني ټویټر) حساب کې ويلي چې د دې سفر موخه د سوداګرۍ پراخول، د صادراتو او وارداتو آسانتیاوې او د ګډو پانګونو د فرصتونو رامنځته کول دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې سفر کې ۵۰ افغان سوداګر هم د تجارت وزارت له معين سره يو ځای بنګله‌دېش ته تللي دي.

تمه ده چې د طالبانو پلاوی د بنګله‌دېش له چارواکو سره د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د تجارت وزارت وايي، دا ډول سفرونه د افغانستان د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزمن رول لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button