د طالبانو د ادارې پلاوي د بلاروس له چارواکو سره د صنعتي او کرنیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې

د طالبانو د ادارې يو لوړپوړی پلاوی د احمدجان بلال، د امارتي شرکتونو مشر، او عبدالرحمن آتش، د ملي انکشاف شرکت اجرائیه رئیس، په مشرۍ، له خپلې منسک سفر په دوام کې د بلاروس د بهرنيو چارو، کرنې او صنعت وزارتونو له چارواکو سره کتلي دي. د غونډو اصلي محورونه سياسي، اقتصادي او تجارتي مسایل وو. دا سفر له هغه وروسته ترسره کېږي چې د افغانستان د ملي انکشاف شرکت پلاوی په رسمي توګه د بلاروس پلازمېنې ته رسېدلی و.
نبیالله ارغندیوال، د ملي انکشاف شرکت ویاند، ویلي چې د پلاوي غړو د رسمي لیدنو تر څنګ د بلاروس له یو شمېر دولتي ادارو او لویو صنعتي تصديو هم کتنې کړې دي. د ده په وينا، د دولتي کیمیاوي خدمتونو مرکزونه او د کرنې وزارت تر ادارې لاندې کرنیزې فارمې د دې پلاوي د کتنې په پروګرام کې شاملې وې.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دواړو لورو د صنعت، کرنيزو ماشينونو، د ساختماني موادو توليد، د خوړو خونديتوب، عامې روغتيا او معارف په برخو کې د تخنيکي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې او د اوږدمهالو اقتصادي مشارکتونو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی. خو لا تر اوسه د حقوقي چوکاټ، پانګونې حجم او د موافقو د عملي کولو څرنګوالي په اړه جزيیات نه دي خپاره شوي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو اداره له جدي اقتصادي ننګونو، د بهرنۍ پانګونې له کمېدو او پراخو نړيوالو محدوديتونو سره مخ ده او تر اوسه ډېرو هېوادونو د طالبانو اداره رسمي نه ده پېژندلې. اقتصادي شنونکي ټينګار کوي چې په داسې حالت کې، د تړونونو د لاسليک شفافيت، د ملي ګټو تضمين او د پروژو د تطبیق څارنه د تېرو ناکامو تجربو د تکرار د مخنيوي لپاره خورا مهمه ده.
بلاروس چې د ختیځې اروپا یو هېواد دی، د درنې صنعتي برخې او کرنيزو ماشینونو په تولید کې اوږده تجربه لري. سره له دې، د کابل او منسک تر منځ د هر ډول همکاریو بریا د سیاسي ثبات، نړیوال مالي نظام ته د لاسرسي او له نړۍ سره د افغانستان د پراخ تعامل له چمتووالي پورې اړه لري.




