د طالبان د حکومت پلاوی د نشه يي موادو ضد ناستې لپاره ايران ته تللی

د طالبانو د ادارې يو پلاوی د مولوي حسيبالله احمدي په مشرۍ، چې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي موادو پر ضد مرستيال دفتر رييس دی، ايران ته سفر کړی دی. دا سفر د هغو ناستو د ګډون لپاره شوی چې د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو پر ضد دفتر (UNODC) له خوا په تهران کې جوړېږي.
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي موادو پر ضد مرستيالتوب وايي، د دې ناستې موخه د سيمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان او ايران ترمنځ، په ګډه د نشه يي موادو د قاچاق پر ضد مبارزه او د معتادينو د وضعيت څېړنه او هماهنګي ده.
دا ډول ناستو ته د طالبانو د استازو سفرونه داسې مهال کېږي چې نړيواله ټولنه تل د طالبانو د ادارې له لوري د شفافيت نشتوالی، د عملي ژمنتيا نشتوالی، او د نفوذي کسانو له خوا د قاچاقي شبکو ملاتړ باندې نيوکې کوي.
د جمهوري نظام تر ړنګېدو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په هېواد کې، په ځانګړي ډول کليوالي سيمو کې، د نشه يي موادو توليد، قاچاق او اعتياد په پراخ ډول زيات شوي؛ خو تر اوسه د طالبانو له خوا د دې بحران د مهار لپاره کوم اقدامات نه جدي نيول شوي او نه هم عملي شوي، او دا اقدامات د نړيوالو له خوا نه دي پېژندل شوي.




