طالبانو د دفاع وزارت د ځواکونو شمېر ۱۸۱ زرهو ته رسېدلی

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د دې ادارې د دفاع وزارت د ځواکونو شمېر ۱۸۱ زره او ۸۴ کسانو ته لوړ شوی دی. نوموړي دا شمېر د ټولنیزې شبکې ایکس له لارې اعلان کړی او دا یې د تېر کال د جذب او روزنې د پروګرامونو پایله بللې ده.
د مجاهد په وینا، په دې موده کې ۱۰۰ زره او ۳۰۰ کسان د امنیتي، جنایي، سرحدي، لوژستیکي او نورو برخو کې روزل شوي دي. خو د طالبانو د ادارې ویاند د دې ادارې د عمومي پوځي ځواکونو د شمېر له وړاندې کولو ډډه کړې، چې دا مسله د نظامي جوړښت د شفافیت په اړه پوښتنې راولاړوي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې کمېټې په خپل تازه راپور کې د طالبانو د ځواکونو شمېر له ۳۸۰ زره تر ۴۵۰ زره کسانو پورې اټکل کړی دی. د راپور له مخې، په دې ځواکونو کې شاوخوا ۱۵۰ زره سرتیري او نږدې ۲۰۰ زره پولیس او استخباراتي کارکوونکي شامل دي.
دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو اداره په روان لمریز کال کې د بودجې د کموالي له امله خپل اداري جوړښت نږدې شل سلنه کم کړی او زرګونه کسان یې له ملکي او نظامي ادارو لرې کړي دي. منتقدان وايي، د ارقامو د اعلان د شفافیت نشتوالی او په عین وخت کې د پوځي ځواکونو زیاتوالی او د ملکي کارکوونکو کمښت، د طالبانو له ادارې څخه د روڼ ځواب غوښتنه رامنځته کوي.




