امنیت او پېښېمهم خبرونه
د طالبانو د دفاع وزارت له خوا د BM-12 توپچي وسلې ۲۵ سرتېري فارغ شول

د طالبانو تر ادارې لاندې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت د ستردرستیز د توپچي ریاست ۲۵ منسوبین د BM-12 څلوېښتمیل لرونکي توپچي وسلې له مسلکي روزنې څخه په بریالیتوب فارغ شوي دي.
د دفاع وزارت ویاند، عنایتالله خوارزمي، ویلي چې دغو سرتېرو د روزنیز پروګرام پر مهال د نظري زدهکړو تر څنګ عملي تمرینونه او تطبیقات هم ترسره کړي او خپلې تخنیکي او عملي وړتیاوې یې تثبیت کړې دي.
د خوارزمي په وینا، د دغو روزنیزو پروګرامونو هدف د دفاعي ځواکونو د عملیاتي چمتووالي د کچې لوړول او د جګړې وړتیا پیاوړتیا ده.
د BM-12 وسلې د توپچي له تجهیزاتو څخه شمېرل کېږي او د درنو وسلو د کارونې لپاره د نظامي ځواکونو په روزنه کې کارېږي. د دې وسلې عملي روزنه معمولاً ځانګړو فني او فزیکي تمرینونو ته اړتیا لري.




