د طالبانو د دفاع وزارت: د افغانستان له هېڅ برخې اندېښنه نشته

عنایتالله خوارزمي، د طالبانو د دفاع وزارت ویاند ويلي چې د دغې ادارې امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان پر ټولو سیمو بشپړ واک لري او د هېواد له هره وجب خاورې ساتنه کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د هېواد د امنیت له پلوه د هېڅ سیمې د اندېښنې ځای نشته.
د خوارزمي په وینا، د دیورند کرښې دواړه غاړې هم د امنیتي ځواکونو تر بشپړ پوښښ لاندې دي او په دغه سیمه کې دوامداره څارنې روانې دي. دیورند کرښه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو په توګه پېژندل کېږي، له اوږدې مودې راهیسې د سیمې یو له حساسو امنیتي ټکو څخه بلل شوې ده.
د دفاع وزارت ویاند زیاته کړې چې حتی په هغو ستونزمنو او سختلارو سیمو کې هم د دوی ځواکونه په “پیاوړې اراده” شتون لري او د امنیت ټینګښت ته ژمن دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په وروستیو کلونو کې د پولو په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي او امنیتي پېښو راپورونه خپاره شوي دي. خو د موجودو محدودیتونو له امله، د دغو سیمو د امنیتي وضعیت خپلواکه ارزونه سخته ده او ډېری معلومات یوازې د طالبانو د رسمي سرچینو لهخوا خپرېږي.




