ناشنوايان: د طالبانو اداره دې زموږ د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي

د مارچ درېيمې، د نړيوال د اورېدو د ورځې ترڅنګ، يو شمېر هغه کسان چې د اورېدو له معلوليت سره مخ دي، د خپلو ستونزو د نه پاملرنې له امله پر طالبانو نيوکه کوي او له ادارې غواړي چې د ناشنوايانو د وضعيت د ښهوالي لپاره عملي او دوامدار اقدامات وکړي. دوی وايي، د ملاتړونکو پروګرامونو نشتوالی او د ګډوونکې چاپېريال د نه رامنځته کولو بېپامي د دوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
د دغو کسانو په وينا، د خلکو ناپوهي د اشارو له ژبې سره او په ادارو او بنسټونو کې د لاسرسي وړ خدمتونو نشتوالی، دوی له ګڼو ټولنيزو او کاري محدوديتونو سره مخ کړي دي. دوی ټينګار کوي چې د دې ورځې سمبوليک لمانځنه پرته له دې چې د ملاتړ پاليسۍ او عملي تګلارې تدوين شي، د دوی په حالاتو کې بدلون نه راولي.
په عين حال کې، يو شمېر د کابل اوسېدونکي د اورېدو د روغتيا د ساتنې پر اهميت ټينګار کوي. مشعل مجبور، چې د پلازمېنې له اوسېدونکو څخه دی، وويل چې اورېدنه د عامې روغتيا مهمه برخه ده او بايد هر وګړی د هغې د ساتنې لپاره جدي پام وکړي.
ځینې ډاکټران هم د اورېدو د کمښت د عواملو په اړه خبرداری ورکوي او د وقايې سپارښتنو عملي کول ضروري ګڼي. دوی خلکو ته توصيه کوي چې د اوږدې مودې لپاره دې په شور لرونکو سيمو کې پاتې نه شي، د خپلو موبايلونو غږ دې ټيټ وساتي او له غسل وروسته دې د غوږونو وچوالی ډاډمن کړي.
د نړيوالې روغتيايي ټولنې له خوا هر کال د اورېدو نړيواله ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې د اورېدو د ستونزو د مخنيوي او د غوږونو د ساتنې په اړه د خلکو پوهاوی زيات شي. سره له دې، د افغانستان ناشنوايان وايي دغه مناسبت هغه وخت مانا پيدا کوي چې د طالبانو اداره د دوی د حقونو او اړتياوو په تړاو روښانه عملي اقدامات او حسابورکونه ولري.




