د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د لوګر د مس عینک تاریخي سیمې وکتلې

شیخ شېراحمد حقاني، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د لوګر ولایت د سفر پر مهال د مس عینک له باستاني سیمو، تاریخي آبداتو او موزیم څخه لیدنه وکړه او دغه ځای یې د هېواد له مهمو تاریخي میراثونو څخه وباله.
نوموړي وویل، مس عینک له هغو سیمو څخه ده چې د افغانستان په تاریخ کې ځانګړې ځای لري، او موجود شواهد ښيي چې دا سیمه په بېلابېلو دورو کې د کلتور، تمدن او بشري اړیکو مرکز وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د دې لیدنې پر مهال انجنیرانو او د پروژو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د کیندنو او د مس د استخراج پر مهال دې د فرهنګي او تاریخي میراثونو د ساتنې اصول په جدي توګه مراعت کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولینو څو ځله د تاریخي آثارو د ساتنې او پالنې پر وړاندې خپل ژمنتیا څرګنده کړې ده. دغه موضوع د مس عینک د استخراج له فعالیتونو سره تړلې، تل د فرهنګیانو او لرغونپوهانو د پام او غوښتنې لاندې ده.




