د بوش مرکز: د طالبانو جزایي اصولنامه ظلم قانوني کوي

د جورج ډبليو بوش د کلتوري او څېړنیز مرکز په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د طالبانو د مشر له خوا توشیح شوی جزایي اصولنامه داسې یو چوکاټ رامنځته کوي چې د دغه بنسټ په وینا، ظلم او غلامي د افغانستان پر وګړو روا بولي او تاوتریخجنې سزاګانې قانوني کوي.
راپور زیاتوي چې دا اصولنامه هغو کسانو ته د فزیکي سزا ورکولو ملاتړ کوي چې د طالبانو مشرانو د ناعادلانه پرېکړې له مخې مجرم ګرځول شوي وي. د راپور د لیکوالانو په باور، دا چلند د زور او سرکوب له لارې د واک ټینګښت لپاره یوه منظم هڅه ده.
په راپور کې ټینګار شوی چې دا جزایي اصولنامه په عمده توګه د طالبانو د سخت دریځه تفسیر له مخې د شریعت او د هغوی د سختګیرانه واک پر بنسټ ولاړه ده او موخه یې د هیبتالله اخندزاده پر وړاندې د ټولنې مطلق اطاعت تضمینول دي.
د راپور له مخې، د طالبانو نوې جزایي اصولنامه له ۲۰۰ څخه زیات دقیق احکام او لارښوونې لري چې د طالبانو د مشر له خوا صادرد شوي، او ډېری یې په مستقیم ډول ښځې او نور محروم شوي ټولنیز قشرونه په نښه کوي.
بوش مرکز یادونه کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان بېرته واک ته ورستانه شول، تاوتریخوالی او استبدادي کړنې د دوی د واک د کنټرول یوه ثابته برخه ګرځېدلې او د بشري کړاو پراخوالی د طالبانو د واکمنۍ د بقا اصلي محور جوړوي.
راپور د طالبانو د نوې جزایي اصولنامې پلي کول د فساد، افراطګرۍ او استبداد د عادي کولو په لور یو بل ګام بللی او خبرداری ورکوي چې دا حقوقي چوکاټ به د افغانستان اساسي قانون او د پخواني ملي جزا قانون نور هم کمزوری کړي.
د دې بنسټ په وینا، د دغو تګلارو له امله د بشري حقونو بنسټیز ملاتړ او د قانون پر وړاندې د برابري اصل د افغانستان د ډېرو وګړو لپاره له منځه تللی، او یو تبعیضي ټولنیز جوړښت رامنځته شوی چې په هغه کې د طالبانو اړوند کسان او مذهبي مشران له معافیت څخه برخمن دي.
د جورج ډبليو بوش فرهنګي او څېړنیز مرکز زیاته کړې چې د طالبانو د ادارې لوړپوړي چارواکي او وفاداران اکثره له سختو سزاګانو خلاصېږي، په داسې حال کې چې عادي وګړي، په ځانګړې توګه ښځې او اقلیتونه، له کوړو، توقیف، جریمې او حتی اعدام سره مخامخ کېږي.
د راپور په پای کې د نړیوالې ټولنې د بې پروايۍ له امله د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته اندېښنه څرګنده شوې او ویل شوي چې سره له دې چې طالبان په نړیواله کچه نه دي پېژندل شوي او له لفظي محکومیتونو سره مخ دي، خو د طالبانو د مشرانو او د هغوی د ملاتړو د حساب ورکوونې لپاره کوم مؤثر اقدام نه دی ترسره شوی.




