د طالبانو تر ادارې لاندې محکمې په کابل کې ۲۱ کسه بند او د درو وهلو ته محکوم کړل

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې اعلان کړی چې د کابل ولایت د مخدره توکو او مسکراتو پر ضد لومړنۍ محکمې ۲۱ کسان د تعزیري جزاؤ په حکم محکوم کړي دي. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د نشه یي موادو او الکولي مشروباتو د پلور او قاچاق په تور مجرم پېژندل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د نشه یي ټابلیټونو (ذیکپ او «کا» ټابلیټ)، ښېشې، هیروئین، تریاک، چرس او همدارنګه د الکولي مشروباتو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي وو او وروسته يې محاکمه ترسره شوې ده.
د خپرو شوو معلوماتو له مخې، لومړنۍ محکمې د دغه کسانو لپاره له اوو میاشتو تر څلور کاله او درې میاشتو پورې د عملي بند سزا ټاکلې ده. همدارنګه، هر یو تورن له ۱۰ تر ۳۹ د درو ګوزارو په سزا محکوم شوی دی.
د طالبانو اداره په داسې حال کې د بدني سزاګانو پلي کول دوام ورکوي چې د بشري حقونو بنسټونو مخکې تر دې څو ځله د درو وهلو او نورو بدني جزاؤ د تطبیق په اړه اندېښنې څرګندې کړي او دا یې د افغانستان له نړیوالو بشري ژمنو سره په ټکر کې بللي دي. خو د طالبانو اداره ټينګار کوي چې دغه احکام د دوی د شریعت د تفسیر پر بنسټ صادر او عملي کېږي.




