طالبان د پاکستان هوايي بریدونه بې نتیجې بللي او تندی غبرګون یې ښودلی

د طالبانو اداره وايي چې د پاکستاني پوځ جنګي الوتکو تېره شپه د افغانستان د پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو پر ځینو سیمو هوایي بریدونه کړي دي. د طالبانو په باور، دا اقدام د نړیوالو منل شویو اصولو څرګند نقض او د افغانستان پر خاورې ښکاره تېری ګڼل کېږي.
د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، پر دغه پېښه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د پاکستان د پوځ دا ډول عملیات هېڅ لاسته راوړنه نه لري او دا د ناسم معلوماتو پر اساس د تېرو تېروتنو تکرار دی چې یوازې د سیمې د لا ډېرې بېثباتۍ سبب کېږي او د پاکستان د پوځ نړیوال حیثیت ته زیان رسوي.
مجاهد زیاتوي چې د طالبانو اداره دا “جنایت او سرغړونه” په کلکه غندي او دا یو پاروونکی اقدام ګڼي چې د افغانستان لپاره منفي امنیتي پایلې لري.
د طالبانو ویاند همداراز خبرداری ورکړی چې دا اداره د هېواد د خاورې او فضا کارول او د خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او د مناسب وخت او فرصت په راتګ سره به ورته اقداماتو ته لازم ځواب ورکړي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاورې بریدونو د دواړو غاړو ترمنځ ترینګلتیا رامنځته کړې، خو د کابل د یوه مشروع حکومت په نشتون کې، د افغانستان اوسېدونکي تل د ورته تېري پر وړاندې د پیاوړې او رسمي غبرګون نشتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.




