د کډوالو د ستونزو د حل کمیسیون د بېرته راستنېدونکو د مرستو د چټکتیا لپاره ناسته وکړه

د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون، د ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ چې د طالبانو د رئیس الوزرا اداري مرستیال دی، ناسته وکړه تر څو د بېرته راستنېدونکو کډوالو د مرستو د چټکولو او د ځمکو د وېش د بهیر د ښه والي عملي لارې وڅېړي.
دغه ناسته د طالبانو د مشر د نويو لارښوونو په تعقیب ترسره شوه؛ هغه لارښوونې چې تېره ورځ په کندهار کې د دې کمیسیون له غړو سره د لیدنې پر مهال صادرې شوې وې. په دغو لارښوونو کې ټینګار شوی چې له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د غنمو او نغديو مرستو ذخیرې باید هغو کورنیو ته ووېشل شي چې په جبري توګه له نورو هېوادونو ایستل شوي دي.
د همدغو لارښوونو له مخې د افغاني هلال احمر ټولنه او د طبیعي پېښو پر ضد ملي اداره هم دنده لري چې د خپلو شته امکاناتو په کارولو سره د روان ژمي لپاره د مرستو بستې چمتو او بېرته راستنو شویو کډوالو ته ورسوي؛ هغه کډوال چې ډېری یې بې له کافي چمتووالي او ملاتړ هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون په خپله وروستۍ ناسته کې ویلي چې د دغو لارښوونو د ژر پلي کېدو لپاره پر عملي میکانیزمونو بحث شوی او پرېکړې شوي دي. خو مدني بنسټونه او زیانمنې کورنۍ تل ټینګار کوي چې لنډمهاله مرستې د بېرته راستنېدونکو د پراخو اړتیاوو لپاره کافي نه دي او د طالبانو اداره باید دایمي، شفاف او د بشري کرامت پر بنسټ جوړې شوې برنامې لومړیتوب ورکړي.




