اقتصادمهم خبرونه

طالبان په پنجشير کې د سړو خونديخونو د جوړېدو پلان اعلان کړ

د پنجشير ولايت د مطبوعاتو رياست ويلي، د طالبانو د ادارې د مشرانو په لارښوونه د دې ولايت د باغدارۍ د پياوړتيا او د تازه مېوو د ساتنې او پروسس لپاره د سړو خونديخونو د جوړېدو طرحه په کار اچول شوې ده.

د سرچينې په وينا، د دې پروژې لپاره نږدې زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې او د سيمې د سروې بهير په رسمي ډول پيل شوی دی.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، تمه ده چې د دغو سړو خونديخونو د ودانۍ کار راتلونکی کال پيل شي؛ پروژه چې د عملي کېدو په صورت کې کولای شي د باغدارانو د کرنيزو محصولاتو د ساتنې پر بهير اغېز ولري.

خو تر اوسه د دې پروژې د لګښت، د عملي کولو د دقيق وخت او د سيمه‌ييزو باغدارانو د لاسرسي څرنګوالي په اړه ډېر جزئيات نه دي څرګند شوي او تمه کېږي چې د طالبانو اداره به په دې اړه نور وضاحت وړاندې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button