د طالبانو د محتسبانو له خوا په اوو ولایتونو کې څو دوکانونه تړل شوي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې د دغه ادارې محتسبانو د اوو ولایتونو په بازارونو او تجارتي مرکزونو د څار پر مهال یو شمېر دوکانونه او مارکېټونه مهر او تړلي دي. د وزارت په وینا، دا اقدام د هغو مواردو پر بنسټ شوی چې د «اسلامي احکامو له سرغړونې» په توګه یاد شوي دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه څارنې په پنجشیر، کاپیسا، بلخ، بامیان، دایکنډي، فاریاب او کابل ولایتونو کې ترسره شوي دي. محتسبانو د بازارونو، دوکانونو او تجارتي مرکزونو فعالیتونه له نږدې څارلي دي.
وزارت زیاتوي چې د تړل شوو دوکانونو مالکان او مسؤلان د طالبانو د ادارې قضایي مراجعو ته ورپېژندل شوي دي. د تړل شوو دوکانونو د دقیق شمېر او د ادعا شویو سرغړونو د ډول په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د دغه وزارت دا ډول اقدامات په داسې حال کې دوام لري چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو له خوا د ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې پراخ محدودیتونه وضع شوي دي. یاد محدودیتونه د ټولنې د بېلابېلو قشرونو او مدني فعالانو له خوا تر نیوکو لاندې راغلي او د خلکو پر ژوند او د هېواد د کاروبار پر چاپېریال د اغېزو په اړه اندېښنې یې راپارولې دي.




