ټولنه‌یزمهم خبرونه

طالبان: سږکال د افغانستان په ټولو برخو کې د کوکنارو کرنه درول شوې ده

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معین ویلي چې په روان لمریز کال کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د کوکنارو کرنه بنده شوې او د ده په وینا، دا بهیر «صفر» ته رسېدلی دی. دغه څرګندونې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال شوي دي.

شیخ عبدالرحمن منیر په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د طالبانو ادارې پرېکړې او مشري د نشه يي توکو د کرنې او کارونې په مخنیوي کې اساسي رول لوبولی او دا تګلارې د دې پدیدې د له منځه وړلو لامل شوې دي. نوموړي د دیني علماوو او رسنیو رول هم د عامه پوهاوي او د نشه يي توکو د کرنې او مصرف د کمېدو لپاره مهم وباله.

په ورته وخت کې، دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې خپلواکې نړیوالې ادارې او څارونکي په ډېرو سیمو کې د میداني ارزونې لپاره له ازاد لاسرسي بې برخې دي او په دې برخه کې خپلواک ارقام نه دي خپاره شوي. دا موضوع د روڼتیا او د باور وړ ارزونې اړتیا نوره هم روښانه کوي.

مولوي عبدالکبیر، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د دوام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د بېرته راستنو شویو ځوانانو زده کړه او د معتادینو درملنه باید په جدي ډول تعقیب شي. نوموړي دغه دواړه برخې د نشه يي توکو د پراخېدو د دوامدار مخنیوي لپاره اساسي اړتیاوې بللې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button