طالبان: زموږ پوځ پخپله بسیا دی او هر ډول ګواښ ته ځواب ویلی شو

د طالبانو د حکومت پوځي چارواکي ادعا کوي چې د دوی وسلهوال ځواکونه په تېرو څلورو کلونو کې په خپلواکه توګه عمل کړی او د افغانستان پر ضد هر ډول ګواښ ته د ځواب وړتیا لري. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې لا هم امنیتي وضعیت د اندېښنو وړ دی او د طالبانو ځواکونو د څرنګوالي او کړنو په اړه پراخې اندېښنې موجودې دي.
محمد فصیحالدین فطرت، د طالبانو د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز، د رسنیو، یو شمېر سیاسي شنونکو او د طالبانو د چارواکو په حضور کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو پوځ د ده په وینا “د رهبرۍ او مېړانې” له لارې ګواښونو ته ځواب ورکړی او دا پیغام یې ګاونډی هیوادونو ته رسولی چې هر ډول برید به د غبرګون سره مخ شي.
د طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، فطرت په دغه غونډه کې ټینګار کړی چې ملتونه چې پر خپل داخلي ظرفیت تکیه نه کوي، ریښتینی پرمختګ نه شي کولای. نوموړي د طالبانو له امنیتي سیاستونو سره د رسنیو د همکاریو ستاینه وکړه او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې وکړه، څو د هغه په باور “ملت جوړونه” وشي.
نوموړي پوځي مقام وویل چې طالبان هڅه کوي یو عصري پوځ جوړ کړي، چې د خوځنده وسلو سمبال وي او د هېواد له ملي حاکمیت څخه په هر حالت کې دفاع وکړای شي. خو منتقدان وايي چې دا ډول ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو پوځ له قانوني مشروعیته، ملي نظارت او ځوابوونکي جوړښت څخه بېبرخې دی. د دوی امنیتي تګلارې د بشري حقونو، د واک یوځای توب او د پایدار امنیت له پلوه ژورې اندېښنې راپارولي.
له دې وړاندې هم طالبانو څو ځله د خپلې پوځي وړتیا خبره کړې، خو شنونکي ټینګار کوي چې یوازې په نظامي تګلارې تکیه او د خلکو او خپلواکو بنسټونو له ګډون پرته نه یوازې با ثباته امنیت نه شي تضمینولای، بلکې افغانستان ښايي د نوې بېثباتۍ او کړکېچ له یوې دورې سره مخ کړي.




