ټولنه‌یزمهم خبرونه

د طالبانو اداره وايي ۱۱ مېرمنې له کورني تاوتريخوالي ژغورل شوې دي

د طالبانو د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکايتونو د اورېدو وزارت وايي چې د دې وزارت محتسبانو په خوست، پکتیکا، لوګر، زابل او پکتيا ولايتونو کې ۱۱ مېرمنې له تاوتريخجن کورني حالت څخه راايستلې دي. د دغه وزارت په وينا، دا اقدام د شکايتونو تر څېړنې او د محتسبانو تر مداخلې وروسته شوی دی.

د دې وزارت وياند سيف‌الاسلام خيبر ويلي چې دغه مېرمنې د خپلو کورنيو له لوري د څو کلونو راهيسې د «غيرت» او ناسم دودونو په پلمه له فزيکي او رواني زور زياتۍ سره مخ شوې وې. نوموړي ټينګار کړی چې محتسبانو د خپلو دندو له مخې د ښځو هغه څه د اسلامي حقونو د تامين لپاره هڅې کړي دي.

وزارت دا هم ادعا کړې چې په تېره يوه مياشت کې د ښځو د حقونو له ۱۰۰ څخه زياتې قضيې په ملي کچه څېړل او حل شوې دي، چې پکې د ميراث، کورني تاوتريخوالي، ولور، بدې ور کولو او غیر شرعي نکاح قضیې شاملې دي. خو د ښځو د حقونو فعالان وايي چې د شفافو قوانينو نه شتون او د ښځو پر ټولنيز ژوند پراخ محدوديتونه د دغسې تاوتريخوالي د دوام لامل شوي دي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف وزارت د روان کال په دریو ربعو کې په مرکز او ولايتونو کې ۸۸۴۶ عامه شکايتونه ثبت کړي، چې له دې جملې ۵۱۳۲ شکايتونو ته رسېدنه او حل ورته شوی دی. د دې ادارې د وياند په وينا، ۲۷۶۱ شکايتونه تر څېړنې لاندې دي او ۹۵۳ قضیې د قانوني ناسمون له امله رد شوې دي.

وزارت اعلان کړی چې وګړي کولای شي خپل شکايتونه د وړيا شمېرې ۱۹۱ له لارې يا د دې ادارې د رياستونو او اړوندو څانګو له لارې په مرکز او ولايتونو کې ثبت کړي؛ خو په عمل کې د ځانګړې بيا باور او د ښځو د لاسرسي کچه لا هم د پوښتنې وړ بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button