طالبانو د ۲۰۲۵ کال د دیپلوماسۍ او امنیتي ځواکونو روزنې کې د پرمختګ ادعا وکړه

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیحالله مجاهد د چارشنبې په ورځ د جدي په لسمه په اېکس شبکه کې په یوه پیغام کې ادعا کړې چې دغه اداره په ۲۰۲۵ کال کې د دیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
د ده په وینا، په همدې کال کې روسیې د طالبانو اداره په رسمیت پېژندلې او د وزیرانو جرګې غړو، چې د رئیس الوزرا مرستیالان او وزیران هم پکې شامل دي، ټولټال ۹۹ بهرني سفرونه ترسره کړي دي. د مجاهد په وینا، دغه سفرونه د دیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو د تعقیب په هدف ترسره شوي دي.
د طالبانو د ادارې ویاند همداراز ویلي، د دې ادارې د دفاع وزارت د روزل شوو امنیتي ځواکونو شمېر ۱۸۱ زره او ۸۴ تنو ته لوړ کړی او په تېر یو کال کې له ۱۰۰ زرو زیات پولیس د امنیتي، جنایي، سرحدي او لوژستیکي چارو په برخو کې روزل شوي دي.
خو دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره لا هم د نړیوالې ټولنې له لویې برخې لخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې. منتقدان وايي، د شفافیت نشتوالی، د وګړو د حقونو پراخ محدودیتونه او د ښځو له عامه ژوند څخه ایستل، د افغانستان د نړیوالو اړیکو د عادي کېدو هڅې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.




