امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو د خوست په پولې نښتو کې د ۴۰ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو ادعا وکړه

د طالبانو د ادارې وياند ذبيح‌الله مجاهد ادعا کړې ده چې د افغانستان او پاکستان د پولې په وروستيو نښتو کې شاوخوا ۴۰ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. نوموړي د پنجشنبې ماښام، د حوت په اوومه نېټه، په خپله د ایکس پاڼه کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا څرګندونې وکړې.

مجاهد ويلي، د طالبانو جنګ‌ياليو د ۱۳ پاکستاني پوځيانو مړې هم له ځان سره وړې دي. هغه دا هم ادعا کړې چې د پاکستاني ځواکونو يوه مهمه قرارگاه د خوست ولايت د «ببرک تانه» په سيمه کې د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

د طالبانو د ادارې وياند زياته کړې چې په دې پېښه کې يو شمېر پاکستاني سرتېري وژل شوي او ټپيان دي او د پام وړ اندازه وسله هم د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. تر اوسه د پاکستان چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور کړی او خپلواکو سرچينو هم د طالبانو له‌خوا وړاندې شوي جزئيات نه دي تأييد کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې نښتې په وروستيو کلونو کې په بېلابېلو بڼو دوام لري او تل د دواړو هېوادونو د سرحدي سيمو اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. له دې سره، د طالبانو اداره تر اوسه د خپلو احتمالي تلفاتو يا د دغو نښتو د سيمې پر امنيتي وضعيت د اغېزو په اړه نور جزئيات نه دي وړاندې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button