د طالبانو اداره وايي د ډیورند کرښې پر اوږدو کې ۱۱۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي

د طالبانو ادارې د دفاع وزارت ویلي چې د هغه څه په ترڅ کې چې یې «د غچ اخیستنې بریدونه» بللي، په ډیورند کرښه کې ۱۱۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۶۸ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه وزارت همدارنګه ادعا کړې چې د دوی ځواکونو د پاکستان د پوځ ۲۷ پوستې نیولي دي.
په دې اړه د دې ادارې لهخوا خپره شوې خبرپاڼه د نښتو د دقیق وخت، د سیمو موقعیت او د طالبانو د ځواکونو د مرګژوبلې په اړه نور جزئیات نه وړاندې کوي. د پاکستان چارواکو تر اوسه په رسمي ډول څه نهدي ویلي او خپلواک سرچینو هم دا ادعا نهده تایید کړې.
ډیورند کرښه تل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوترېخوالي ډکه سیمه پاتې شوې او په وروستیو کلونو کې یې څو ځله د پولو جګړې تجربه کړې ده. سره له دې، د دا ډول شخړو زیاتوالی د پولي سیمو د ناامنۍ د پراخېدو او د سیمهیزو اوسېدونکو د ژوند پر وضعیت د اغېزو په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي.
کارپوهان باور لري چې د شفافيت او حساب ورکونې له نشتوالي سره د پولو جګړو دوام کولای شي د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړي. په داسې حال کې چې د طالبانو اداره د هېواد د عمومي امنیت د ساتنې مسوولیت لري، له دیپلوماتیکو لارو د مرزي تاوتریخوالي کمول او د خشونت د پراختیا مخنیوی د خلکو جدي غوښتنه بلل کېږي.




