اقتصاد

طالبان وایي له چین او سعودي سره ګډې اقتصادي کمېسیونونه بېرته فعال شوي

د طالبانو اداره وایي له چین او سعودي عربستان سره د افغانستان ګډ اقتصادي کمېسیونونه بېرته فعال شوي دي. دا پرېکړه په یوه تازه ناسته کې، چې د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ جوړه شوې وه، شوې ده.

د دې مرستیالۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ناسته کې د دغو کمېسیونونو د غړو شمېر زیاتولو او د افغانستان، چین او سعودي ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ته بحث شوی دی. د طالبانو د ادارې په وینا، د کمېسیونونو بیا فعاله کول د پانګونې، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د همغږۍ د ښه والي لپاره دي.

په یادې ناستې کې د بلخ ولایت د حیرتان صنعتي ښارګوټي د ځمکو د وېش راپور هم ارزول شوی دی. طالبانو ویلي چې لومړی به د دغو ځمکو ملکیتونه د اړوندو ادارو ترمنځ تصفیه شي او وروسته به د ښار جوړونې او کور جوړولو وزارت د موجوده امکاناتو پر بنسټ د پراختیا لپاره نوی نقشه طرحه کړي.

همدارنګه، په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کونړ ولایت د سرکانو ولسوالۍ په اسکندره سیمه کې به د نفرایت ډبرو د برېښنايي استخراج قرارداد ورکړل شي، او همداراز، په مزار شریف ښار کې به یو پنځه پوړه سوداګریز مارکېټ جوړ شي. خو د طالبانو اداره وایي چې دغه ټولې پرېکړې د نهايي کولو لپاره د طالبانو د مشر دفتر ته لېږل شوې دي، یوه څرګنده نښه چې د پرېکړو ټول تمرکز د دې ادارې په مشرتابه کې دی.

که څه هم دا ډول ناستې او ژمنې ترسره کېږي، خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان اقتصادي اړیکې له نورو هېوادونو سره لا هم له جدي ستونزو، لکه نړیوال انزوا، د شفافیت نشتوالی او د بشري حقونو اندېښنو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button