راپور: د طالبانو په بند کې د ماشومانو د جنسي ځورونې ادعاګانې

د آمو تلويزيون په يوه تازه راپور کې ويلي، يو شمېر د کارکوونکو ماشومانو ادعا کړې چې د طالبانو د ادارې له خوا د بند پر مهال د جنسي ځورونې قربانيان شوي دي؛ دا موضوع د افغانستان د ماشومانو د حقونو د وضعيت په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
د راپور له مخې، څو هغه ماشومان چې د طالبانو له خوا نيول شوي وو، آمو تلويزيون ته ويلي چې د بند پر مهال له سپکوونکې چلند او جنسي آزار سره مخ شوي دي. دغو ماشومانو ټينګار کړی چې د شکايت کولو يا د ملاتړ ادارو ته د لاسرسي امکان نهلري.
په راپور کې دا هم راغلي چې يو شمېر د کارکوونکو ماشومانو ويلي طالبان هغوی له سړکونو راټولوي او د دروغجنو مرستهوو له ژمنو وروسته په زوره د دې ډلې اړوند دارالتحفظونو ته استوي. د دغو ماشومانو په وينا، په دغو مرکزونو کې د ملاتړ پر ځای، د «جهاد» له مفکورې سره تړلې زده کړې ورکول کېږي.
راپور يو ځل بيا د طالبانو د ادارې کړنې د ماشومانو، په ځانګړي ډول د کارکوونکو او بېسرپرستو ماشومانو، پر وړاندې تر نيوکې لاندې راولي؛ هغه ماشومان چې د نړيوالو منل شوو اصولو له مخې بايد له هر ډول تاوتريخوالي، ناوړه چلند او استثمار څخه خوندي وساتل شي، خو په عمل کې له جدي خطرونو سره مخ دي.




