سياستمهم خبرونه

د مرکزي زون د چارواکو غونډه د طالبانو د مشر د فرمانونو د پلي کېدو لپاره ترسره شوه

د مرکزي زون د ولایتونو د مسئولینو همغږي غونډه د کابل د طالبانو د ادارې والي، امین‌الله عبید، تر مشرۍ لاندې د دې ولایت په ودانۍ کې ترسره شوه. د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د دې غونډې موخه د طالبانو د مشر د فرمانونو غوره او اغېزمن پلي کول دي.

د کابل ولایت د مطبوعاتو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه د مرکزي زون اړوندو ولایتونو د ملکي او پوځي چارواکو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده. په تېر څو کلونو کې د طالبانو د مشر له خوا په بېلابېلو اداري او ټولنیزو برخو کې فرمانونه صادر شوي، چې د هغوی د پلي کېدو څرنګوالی تل د خلکو د بحث او پاملرنې موضوع پاتې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د کاپيسا، پنجشېر، میدان وردګ، پروان او باميان د ولایتونو مسؤلین په دې غونډه کې حاضر وو. همدارنګه، د مرکزي زون د نظامي محکمې رئیس، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال، امنیه قوماندانان او د استخباراتو مشران هم ګډون درلود.

مرکزي زون هغه ولایتونه رانغاړي چې جغرافیایي لحاظ له کابل سره نږدې موقعیت لري او د طالبانو د ادارې له نظره امنیتي او اداري ارزښت لري. له دې سره سره، تر اوسه د دې غونډې د مشخصو پرېکړو او د هغې د عملي اغېزو په اړه د دې ولایتونو د اوسېدونکو پر ژوند کوم جزئیات نه دي خپاره شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button