طالبان د پروان، کاپیسا او ارزګان کې بېرته راستنېدونکو لپاره د نغدو پیسو او غنمو مرسته پیل کړه

د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې کار کوي اعلان کړی چې د ایران او پاکستان نه بېرته راستنېدونکو درې زره او شپږ سوه کورنیو ته د نغدو پیسو او غنمو د مرستو لړۍ په پروان، کاپیسا او ارزګان ولایتونو کې پیل شوې ده. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او پنځه زره افغانۍ نقدي مرسته ورکول کېږي.
چارواکي وايي دا مرستې له هغو کورنیو سره د اقتصادي ستونزو د راکمولو لپاره وېشل کېږي، چې له هېواد ته له ستنېدو وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، دا مرستې د طالبانو د مشرتابه په لارښوونه عملي کېږي او هغو کورنیو ته ورکول کېږي چې تازه هېواد ته راګرځېدلي دي.
یو شمېر بېرته راستنېدونکو کډوالو د دغو مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه اندازه مرسته کولای شي د دوی د کورنیو ځینې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، خو زیاتوي چې ډېری عودت کوونکي لا هم د سرپناه، کار موندنې او اساسي خدمتونو له کمښت سره مخ دي.
په داسې حال کې د ګاونډیو هېوادونو نه د افغان مهاجرینو پراخ بېرته راستنېدل دوام لري، مدني بنسټونه بیا پر دې ټینګار کوي چې د کډوالو د بېرته ادغام لپاره باید یو منظم او دوامدار پروګرام جوړ شي. منتقدان وايي، موقتي مرستې که څه هم لنډمهاله اغېز لري، خو تر هغه چې د کار زمینه او اساسي خدمتونو ته لاسرسی برابر نه شي، نه شي کولای د راستنېدونکو کورنیو بنسټیزې ستونزې هوارې کړي.




