طالبانو د فاریاب او پکتیکا ۳۴۴۳ کورنیو ته نغدي او خوراکي مرسته ووېشله

د طالبانو د طبيعي پېښو د مبارزې رياست اعلان کړی چې د فاریاب او پکتیکا په ولايتونو کې ۳ زره او ۴۴۳ کورنيو ته نغدي او خوراکي مرستې وېشل شوې دي. د دغه رياست په وينا، يادې مرستې د بشردوستانه بنسټونو په همکارۍ برابرې شوې دي.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د فاریاب ولايت د خانچهارباغ او قرمقول په ولسواليو کې ۳ زره او ۴۳ کورنيو ته د هرې کورنۍ لپاره ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. دغه رياست زياته کړې چې د دې نغدي مرستو ټول ارزښت ۸ ميليونه او ۸۲۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ کېږي، چې د مجارستان يوه خيريه بنسټ لهخوا تمويل شوی دی.
په عین وخت کې، د افغان سرې جمعيت اعلان کړی چې د پکتیکا ولايت د نعمتاباد په ولسوالۍ کې ۴۰۰ اړمنو کورنيو ته ۳۸ اعشاريه ۲ ټنه خوراکي توکي وېشل شوي دي.
فاریاب د هېواد په شمال او پکتیکا د سوېل ختيځ په برخه کې هغه ولايتونه دي چې د هغوی ډېری اوسېدونکي له اقتصادي ستونزو او د ژوند له سختو شرايطو سره مخ دي. بشردوستانه مرستې په دغو سيمو کې د اړمنو کورنيو د ورځنيو فشارونو په کمولو کې مهم رول لري.




