
د طالبانو د فرهنګ او اطلاعاتو ریاست وايي چې د دوشنبې په ورځ، د سلواغې په شپږمه نېټه، یې د رسنيو د ملاتړ د ټولو بنسټونو د فعاليت جوازونه، د درې بنسټونو پرته، لغو کړي دي او يوازې د همدې درې بنسټونو جوازونه تمديد شوي دي.
دغه ریاست ادعا کوي هغه بنسټونه چې جوازونه يې لغو شوي، د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د حل پر ځای «نورې ستونزې» جوړې کړې دي او د افغانستان د رسنيو بنسټونو نړیوال اعتبار ته یې زیان اړولی دی. سره له دې، د دې زیانونو په اړه هېڅ روښانه جزييات نه دي وړاندې شوي.
د فرهنګ او اطلاعاتو ریاست د هغو درې بنسټونو نومونه نه دي یاد کړي چې جوازونه یې تمديد شوي، او نه یې د هغو نومونه خپاره کړي چې جوازونه یې لغو شوي دي. په اعلاميه کې يوازې ويل شوي چې ځينې له دغو بنسټونو نا فعاله وو.
طالبان ادعا کوي چې د ډېرو رسنيو د ملاتړ بنسټونو د جوازونو لغول او د فعاليت محدودول يوازې درې بنسټونو ته، د «خبريالانو او رسنيو په نوم د ناوړه استفادې» مخه نيسي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په افغانستان کې خبريالان او رسنۍ له مخکې هم له سختو محدوديتونو، کاري فشارونو او د آزادو رسنيو د فعاليت د کمېدو له حالت سره مخ دي، هغه کړنه چې د خپلواکو رسنيو د ملاتړ د کمزورتيا اندېښنې زياتې کړې دي.




