ټولنه‌یزمهم خبرونه

طالبانو د تابعيت تذکرو د تصديق فیس لغوه کړ

د ملي احصایې او معلوماتو ریاست اعلان کړی چې د طالبانو د ادارې د مشرتابه په لارښونه، د تابعيت تذکرو د تصديق خدماتو فیس لغوه شوی دی. دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې خلکو ته د هېواد په کچه د اسانتیاوو زمینه برابره شي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، هغه تېروتنې چې د کارکوونکو له خوا په تذکرو کې په سهوه ثبت شوې وي، به له فیس پرته اصلاح کېږي. دغه اصلاحات به په ولایتونو کې د نفوسو د ثبت د آمر تر تایید وروسته، او په ولسوالیو کې د اړوندو مدیرانو تر تایید لاندې ترسره شي.

همدارنګه، د برېښنايي تذکرو او د «آسان خدمت» مرکزونو اړوند خدماتو کې هم، تېروتنې به د دغو مرکزونو د مدیرانو له تایید وروسته، د فیس له اخیستلو پرته اصلاح کېږي.

د تابعيت تذکرو د تصديق فیس لغوه کول په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد ډېری اوسېدونکي په وروستیو کلونو کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او اداري لګښتونه پر دوی درانه تمامېږي. سره له دې، تمه کېږي چې د طالبانو اداره د دې تر څنګ، د تذکرو د وېش او اصلاح بهیر هم لا شفاف او چټک کړي، څو په دغه برخه کې موجودې ستونزې بنسټیزې راکمې شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button