سياستمهم خبرونه

په کابل کې د طالبانو ادارې دولتي زرګونه جریبه ځمکه ادارو ته سپارلې ده

د کابل ولایت مقام وايي چې د اراضۍ ادارې په همغږۍ او د طالبانو د مشرتابه په لارښوونه، یو شمېر دولتي ځمکې د کابل په بېلابېلو سیمو کې بېلابېلو ادارو ته سپارل شوې دي. دا سپارنې د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ لمریز کالونو په ترڅ کې د موجودو اصولو او مقرراتو پر بنسټ ترسره شوې دي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د دې اقدام موخه د عامه خدمتونو پیاوړتیا، د پرمختیایي پروژو پلي کول، د اداري اړتیاوو پوره کول او د دولتي شتمنیو منظم مدیریت ښودل شوی دی. د طالبانو اداره ټینګار کوي چې د دغو ځمکو انتقال په “قانوني او مؤثر” ډول شوی دی.

د کابل ولایت ریاست په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې له لسو څخه په زیاتو مواردو کې د ځمکو سپارنې شوې دي، او له دې جملې څخه ۲ زره او ۲۷۸ جریبه ځمکه په بګرامي ولسوالۍ کې د اراضۍ ادارې له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارل شوې ده.

خو د هغو ادارو د ټاکلو څرنګوالي، د شفافیت معیارونو او د دې ځمکو د کارونې د څارنې په اړه نور جزیات نه دي وړاندې شوي؛ هغه موضوع چې په وروستیو کلونو کې د هېواد د وګړو او څارونکو بنسټونو له خوا د طالبانو تر واک لاندې د عامه شتمنیو په مدیریت کې د یوه جدي ستونزمن مورد په توګه یادېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button