په پروان او لغمان کې د طالبانو له خوا د سلګونو موسیقۍ وسایلو سوځول

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاستونو په پروان او لغمان ولایتونو کې سلګونه د موسیقۍ وسایل راټول کړي او سوځولي دي. د دې ریاست چارواکو په پروان کې ویلي دي چې نږدې ۵۰۰ د موسیقۍ وسایل له راټولولو وروسته له منځه یووړل شول. په لغمان کې هم شاوخوا ۱۰۰ د موسیقۍ وسایل له ورته برخلیک سره مخ شوي دي.
د امر بالمعروف ریاست په پروان کې ویلي چې دا وسایل د هارمونیه، دف، طبله او ډېکې په څېر آلې شاملې وې. د دې ادارې په وینا، دغه وسایل د دې ولایت له بېلابېلو سیمو راټول شوي دي. خو د دغو وسایلو د ضبط څرنګوالي او د مالکان برخلیک په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو اداره موسیقي حرام بولي او په تېرو درېیو کلونو کې یې د هنري فعالیتونو پر وړاندې پراخ محدودیتونه لګولي دي. په ګڼو مواردو کې د دغې ادارې مأمورینو د خلکو خوشحالۍ محفلونو ته ننوتي، هنرمندان یې نیولي او دا ډول کړنې د فرهنګي آزادۍ او د هنرمندانو د کار حق په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.
د موسیقۍ د وسایلو دا سوځونه داسې وخت دوام مومي چې موسیقي د افغانستان د خلکو د فرهنګي میراث او ټولنیزو دودونو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د دې کړنو دوام د هنرمندانو د فعالیت ساحې راکمې کړې او ډېر کسان یې له بېکارۍ او اجباري مهاجرت سره مخ کړي دي.




