طالبانو په میدان وردګو کې د موسیقي وسایل او قلیانونه وسوځول

د طالبانو د حکومت سره تړلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره وايي، چې په میدان وردګو ولایت کې یې د یو نوي اقدام په ترڅ کې د موسیقي له ۱۶۰ زیات وسایل او ۱۵۵ قلیانونه ضبط کړي او سوزولي دي. دغه اداره وايي، د موسیقۍ ترویج او هغه فعالیتونه چې دوی یې «د شریعت خلاف» بولي، په افغانستان کې منع دي او له داسې فعالیت کوونکو سره به قانوني چلند کېږي.
طالبانو دغه نوی اقدام د دوی د سختدریځۍ د پالیسیو یوه برخه بلل شوې ده، چې د هنر او موسیقۍ پر ضد یې پلې کوي. طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې واک ته راستانه شوي، موسیقي په رسنیو کې منع کړې او ګڼ شمیر هنرمندان یې له ګواښ او فشار سره مخ کړي دي.
د فرهنګي برخې سرچینې وايي، دا ډول اقدامات د هېواد فرهنګي او هنري فضا له محدودیت سره مخ کړې او دا لامل شوی، چې ګڼ هنرمندان له هېواده وتښتي. په ورته وخت کې، کورنیو رسنیو هم د احتمالي سزا مخنیوي لپاره د موسیقۍ خپرونه بنده کړې. ناظران ګواهي ورکوي چې که دا محدودیتونه دوام ومومي، له افغانستانه د هنر بشپړه چوپتیا راتللی شي.




