دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

کارپوهان په هرات کې: د طالبانو اقتصادمحوره بهرنۍ تګلاره د خلکو ژوند ته ګټه نه ده رسولي

یو شمېر څېړونکي، د پوهنتون استادان او سیاسي شنونکي په هرات ولایت کې وایي چې د طالبانو د اقتصاد پر محور ولاړه بهرنۍ تګلاره، سره له دې چې یو شمېر دیپلوماتیک تګ راتګونه شوي، خو لاهم د خلکو د ژوند د ښه‌والي، اقتصادي ودې او د بې‌کارۍ د کمېدو لامل نه‌ده ګرځېدلې. د دوی په باور، د دیپلوماتیکو شعارونو او د خلکو د ژوند د واقعي حال تر منځ واټن لاهم د پام وړ دی.

دغه نظرونه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ریاست په دفتر کې د یوې علمي غونډې پر مهال څرګند شول. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د نړیوالو له‌خوا د نه‌پېژندل‌کېدو موضوع د اوسني بهرنۍ تګلارې د مؤثریت تر ټولو لوی خنډ دی، او پرته له جدي اصلاحاتو په کورنیو جوړښتونو او د هېواد د ادارې طرز کې، د دې هدف ترلاسه کول ستونزمن ښکاري.

ځینې ګډونوال، د تېر کال بدلونونو ته په اشارې سره، وویل چې د طالبانو اداره توانېدلې اړیکې له یو شمېر سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو سره پراخې کړي، خو دا اړیکې لاهم د عادي خلکو لپاره په څرګندو اقتصادي لاسته‌راوو بدلې شوې نه‌دي. هغوی ټینګار وکړ چې بهرنۍ تګلاره هغه وخت معنا لري چې مستقیمې پایلې یې د کار، پانګونې او د عامې هوساینې په برخو کې څرګندې شي.

په دې غونډه کې، رحمت‌الله فیضان، په هرات کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل چې د دې ادارې بهرنۍ تګلاره متوازنه او اقتصادمحوره ده او موخه یې له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیانو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراخول دي.

همدارنګه محمد رفیق شهیر، د هرات د خبرګانو شورا مشر، وویل چې اقتصادمحوره تګلاره باید په ټولو برخو کې هم‌مهاله پرمختګ ته لاره هواره کړي. هغه د تاپي پروژه یو مثال وباله چې د ده په وینا، د اوسني امنیتي وضعیت او جوړښتي نظام تر سیورې لاندې یې د پرمختګ امکان موندلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د هرات دفتر مسؤلینو وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په تېر کال کې اوو هېوادونو ته سفرونه کړي او شاوخوا ۴۰ دیپلوماتیک دفترونه یې له سره فعال کړي دي؛ هغه ادعا چې د دوی په وینا د بهرنۍ پالیسۍ د بریا نښه ده.

دغه علمي غونډه د طالبانو د ادارې د یو کال بهرنۍ تګلارې د ارزونې په هدف جوړه شوې وه؛ هغه تګلاره چې د ډېرو خپلواکو کارپوهانو په باور، لاهم د افغانستان د خلکو فوري اقتصادي اړتیاوو ته ځواب نه‌دی ویلی او د خلکو د ژوند د واقعي ښه‌والي تر منځ واټن لاهم پاتې دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button