امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو د چټک غبرګون د سرحدي ځواک د جوړېدو اعلان وکړ

د طالبانو اداره وایي چې د سرحدونو د امنیت پیاوړتیا او د دفاعي لیکو د ملاتړ په موخه یې د شاوخوا زرو کسانو څخه جوړ د چټک غبرګون یو ځانګړی یونټ جوړ کړی دی. د دغې ادارې د چارواکو په وینا، دا ځواک به د سرحدي حساسو سیمو کې ځای پر ځای شي څو د هر ډول سرحدي سرغړونو پر وړاندې ژر غبرګون وښيي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا نوی جوړ شوی یونټ په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شوی دی او ځانګړي سیستمونه لري چې له بې‌پیلوټه الوتکو سره د مقابلې لپاره کارول کېږي. چارواکي وایي چې د دې تجهیزاتو هدف دا دی څو د ځواکونو د عملیاتو وړتیا او د غبرګون سرعت زیات شي.

د طالبانو اداره ټینګار کوي چې د دې یونټ جوړېدل د سرحدونو د کنټرول او د هېواد د خاورې د ساتنې لپاره یو عملي ګام دی. خو څارونکي وایي چې یواځې د نظامي حل‌لارو تمرکز، پرته له شفافیت، ځواب‌ویوڼه‌والي او سیمه‌ییزې همکارۍ، نشي کولی د سرحدي امنیت اندېښنې له منځه یوسي، او لا هم د دوامدارو او مسئولانه رویکردونو اړتیا شته.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button