طالبانو بېبرقعه ښځو ته د دولتي ادارو دروازې وتړلې

طالبانو تازه يو بل محدوديت پر ښځو لګولی او راپورونو له مخې، له برقعې پرته ښځو ته يې دولتي ادارو ته د داخلېدو اجازه بنده کړه ده.
د ۸صبح ورځپاڼې ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا اقدام په تېرو ورځو کې د نفوسو ثبت ادارې، د معارف وزارت او زندانونو ادارې په ګډون، په ځینو حکومتي ادارو کې عملي شوی دی، او بېبرقعې ښځو ته د هغې ادارو ته ننوتل منع شوي دي.
په هرات ولایت کې ځايي سرچینو تأييد کړې ده چې د طالبانو اړوند کسانو لږ تر لږه ۵۰ ښځې د دې ولایت د معارف ریاست ته د ننوتو څخه منعه کړې دي. داسې ښکاري چې دغه پالیسي په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم پلي شوې ده.
د ۸صبح سره د خبرو پر مهال یوې سرچینې ویلي چې طالبان هڅه کوي د دې ګام له لارې پر افغان ښځو د برقعې اغوستلو فشار راوړي. دا تګلاره ګڼ شمېر منتقدین د اساسي حقونو او فردي ازاديو ښکاره نقض بولي.
د طالبانو له دويم ځل واکمنۍ وروسته، پر ښځو د تعلیم، کار او تګراتګ په برخو کې محدودیتونه زیات شوي، او اوس د دې نویو محدودیتونو له امله، ښځې ډېری رسمي ځایونو ته لاسرسي نه لري.




