طالبانو د حیرتان ګډ بازار ته د ښځو د تګ مخه نیولې؛ د سپک چلند شکایتونه راپورته شوي

ځايي سرچینې د بلخ ولایت د حیرتان بندري ښارګوټي څخه وايي چې د طالبانو اداره هغو ښځو ته، چې د دوی په وینا له «شرعي محرم» پرته وي، د افغانستان او د منځنۍ آسیا د اتو هېوادونو ګډ بازار ته د تګ اجازه نه ورکوي. دغه بازار هره ورځ د ګڼو افغان وګړو کوربه وي.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو ځواکونه د ښځو د تګ پر مهال، په ځانګړي ډول د بېسرپرستو او زړو ښځو مخه نیسي او له هغوی سره په ناوړه چلند، سپکو خبرو او بېاحترامي سره، د هویت اسنادو له کتنې ډډه کوي. دا ډول چلند د خلکو تر منځ د وېرې او سپکاوي فضا رامنځته کړې ده.
ځايي سرچینې همدارنګه وايي چې په جمعه ورځو کې، چې د خلکو شمېر ډېر وي، د طالبانو د ادارې کسان د بېلابېلو پلمو په سبب خلک څو ساعته انتظار ته پرېږدي او له هغوی سره سپک چلند کوي. د دوی په وینا، دا وضعیت په دوامداره ډول تکراریږي.
یو افغان وګړی چې د دغه بازار د سفر تجربه لري، وايي: «هغه چلند چې طالبان دلته له موږ سره کوي، له ازبکانو مو هم نه دی لیدلی. خلک قطاروي، وايي پاسپورټونه څېړل کېږي، خو له څو ساعتونو وروسته بې له دې چې وکتل شي، موږ وهي او له ساحې مو باسي.»
سرچینې زیاتوي چې ډېری مراجعین د همدې بازار زړې ښځې دي چې د درملنې او طبي سلا مشورو لپاره د ازبک او روسي ډاکترانو لیدو ته ورځي. خو د طالبانو له لوري لګول شوې محدودیتونه د دې ښځو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې جدي ستونزې جوړې کړي دي.
سرچینې ټينګار کوي چې د «محرم نه شتون» په پلمه د ښځو د تګ مخنیوی د تګ راتګ او بنسټیزو خدمتونو ته د آزادۍ پر وړاندې د پراخو محدودیتونو یوه بېلګه ده؛ هغه تګلاره چې د انساني او ټولنیزو اغېزو ژورتیا یې، په ځانګړي ډول پر ښځو، ورځ تر بلې زیاتېږي. د طالبانو اداره تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.




