طالبانو په افغانستان کې د ولنتاین ورځ منع کړې؛ د سور رنګ نښو پلورونکو ته خبرداری ورکړل شو

د طالبانو اداره د فبرورۍ له ۱۴مې، هغه ورځ چې په ډېرو هېوادونو کې د «ولنتاین» يا د مينو ورځ په نامه ياديږي، په افغانستان کې د دې ورځې نمانځنه منع کړې ده او د دې پرېکړې عملي نښې په کابل او هرات کې پلي شوې دي.
په هرات ښار کې، په ځانګړي ډول د ترقي په پارک کې چې له ګڼې ګوڼې ډک ځای او د سلګونو رستورانتونو او څو ګلپلورونکو ځای دی، د څو ګلپلورونکو پر دروازو د «ولنتاین منع دی» ليبلونه لګول شوي دي. د ښار اوسېدونکي وايي، دا سيمه به په تېرو کلونو کې هر کال د فبرورۍ په ۱۴مه د ګلونو او سوغاتو د پراخ پلور شاهد وه، خو سږکال فضا بېخي بله ده.
په کابل کې هم د طالبانو د محتسبانو ډلې د ځينو رستورانتونو او تفریحي مرکزونو ترڅنګ ځای پر ځای شوي دي او د ښاروندانو پر تګراتګ او دکانونو پر فعاليت څارنه کوي. د ځينو دوکاندارانو په وينا، هغوی ته خبرداری ورکړل شوی چې د زړه له نښو، سور رنګ او د دې ورځې اړوند توکو په پلورلو او دکانونو سينګارولو ډډه وکړي.
د طالبانو چارواکو له دې مخکې د ولنتاین نمانځل د اسلامي او کلتوري ارزښتونو سره «ناسمه» بللې وه او د سور ګل، د مبارکۍ کارتونو او د ځانګړو ډالیو پلور يې منع کړی و. له دې سره، تراوسه په تړاو د کومو احتمالي نیونو يا تنبیهي اقداماتو راپور نه دی ورکړل شوی.
دغه محدوديتونه په داسې حال کې عملي کېږي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته، د طالبانو د واکمنۍ له بیا راګرځېدو راهيسې د فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو پر ازادۍ بندیزونه ډېر زيات شوي دي. منتقدان وايي، پر شخصي ژوند د ایډیولوژیکې څارنې پراخول د طالبانو د پاليسۍ هغه برخه ده چې د مدني ازاديو د محدودولو موخه لري.
سره له دې فشارونو، په ځينو لویو ښارونو کې يو شمېر ځوانانو د فبرورۍ ۱۴مه بيا هم ولمانځله. د ښارونو په ځينو برخو کې د ګلاب ګلان، بادکنکونه او د دې ورځې نور سمبولونه ليدل کېدل او ځينو جوړو په پټه يو بل ته تحفې ورکړې.
طالبانو په تېرو کلونو کې هم د ولنتاین ورځ د «فحشا او اخلاقي فساد» د ترويج نښه بللې او ټینګار یې کړی چې دا ورځ د مسيحيت ريښه لري او نبايد په اسلامي ټولنو کې ولمانځل شي. دا په داسې حال کې ده چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال، د ولنتاین ورځ د افغانستان د ځوانانو ترمنځ پراخه مشهوره وه او په لوي ښارونو کې يوه سمبوليکه مناسبه ګرځېدلې وه.




