سياستمهم خبرونه

د طالبانو د ادارې نوی فرمان: د دولتي ځمکو پلور او انتقال منع شو

د طالبانو اداره اعلان کړې ده چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده د نوي فرمان له مخې، د هغه له مستقیم اجازې پرته د دولتي ځمکو هر ډول پلور، وېش او انتقال منع دي.

دا درې مادې لرونکی فرمان نن (سې شنبه) د فرمانونو د تعقیب رییس‌الوزارت له لوري خپور شوی او ټینګار کوي چې د امارتي ځمکو بشپړ واک باید د طالبانو د مشر په صلاحیت کې پاتې شي.

د فرمان د لومړۍ مادې له مخې، هېڅ وزارت، اداره او یا ښاروالۍ حق نه لري چې دولتي ځمکې حقیقي یا حقوقي اشخاصو ته وسپاري یا وپلوري، مګر دا چې د طالبانو د مشر ځانګړی فرمان صادر شوی وي.

په دویمه ماده کې راغلي چې د امارتي ځمکو انتقال د وزارتونو، ادارو او ښاروالیو تر منځ هم د طالبانو د مشر له مستقیم فرمان پرته منع دي، او یوازې هغه وخت ترسره کېدای شي چې ضروري وبلل شي او ځانګړی فرمان موجود وي.

دا پرېکړه په داسې حال کې اعلان شوې چې د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې د طالبانو ادارې په زرګونو جریبه ځمکه د امارتي ځمکو په نوم له هېوادوالو غصب کړې ده—هغه اقدام چې څو ځله د خلکو او څارونکو بنسټونو له لوري له پراخو نیوکو سره مخ شوی او د شفافیت، عدالت او د ملکیت د حقونو په اړه یې جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button