اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو تر ادارې لاندې ماليې رياست له پاکستانه د درملو واردات بند کړل

د طالبانو تر ادارې لاندې د ماليې رياست ويلي چې د يوه پخواني پرېکړې له مخې، له دې وروسته له پاکستانه د درملو واردات د هېواد له ګمرکونو څخه اجازه نه لري او د درملو او نورو قاچاقي توکو مخنیوی د دوی د لومړيتوب برخه ده.

د دې رياست وياند عبدالقيوم نصير څرګنده کړې چې هر ډول قاچاقي توکي چې له ګمرکي ساحو بهر ونيول شي، مسئول کسان به عدلي ادارو ته معرفي شي او نيول شوي توکي به د محکمې د حکم له مخې له منځه يوړل شي.

ده زياته کړې چې دا اقدام د ناقانونه وارداتو د کنټرول او د بازار د تنظيم په موخه ترسره کېږي، خو د بديلو درملو د کيفيت او لاسرسي د څارنې په اړه مشخص جزئيات نه دي وړاندې شوي.

د ماليې رياست له تاجران وغوښتل چې د پاکستاني درملو پر ځای د نورو بديلو لارو او سرچينو څخه درمل وارد کړي او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به زياتې آسانتياوې برابرې کړي؛ خو که روڼتيا او دقيق پلان نه وي، دا کار کولای شي د خلکو د اړينو درملو د لاسرسي په اړه اندېښنې رامنځته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button