په هرات کې د ژوندي موجوداتو د انځور خپرولو بندیز عملي شو

ځايي سرچینې په هرات کې تأییدوي چې د طالبانو د ادارې امر د دې ولایت په تصویري رسنیو کې د انسانانو او ژوندي موجوداتو د انځور خپرولو بندیز له نن، چهارشنبې د مرغومي په ۱۰مه نېټه، عملي شوی دی.
د دغو سرچینو په وینا، د رسنیو مسؤلین او یوتیوبران د طالبانو د ادارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري یوې ناستې ته راوبلل شول او هغوی ته وویل شول چې هر ډول د ژوندي موجود انځور خپرول باید ودرول شي.
د ناستې یوه ګډونکوونکي ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست مشر ټینګار کړی، دا لارښونه د طالبانو د مشر له خوا صادره شوې او له هغې سرغړونه «ګناه» بلل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې دغه محدودیت له دې مخکې، د میزان د میاشتې په لومړۍ نېټه هم په رسمي توګه په هرات کې اعلان شوی و.
د سرچینې په وینا، په دغه ناسته کې همدارنګه د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو ته لارښوونه شوې چې ږېرې پرېږدي او له نکتایۍ (ټای) څخه استفاده ونه کړي؛ داسې اقدام چې د رسنیو د آزادۍ او د خبریالانو د مسلکي حقونو د محدودېدو په اړه انتقادونه زیات کړي دي.
د طالبانو د ادارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې، د ژوندي موجود انځور خپرول منع اعلان شوی، او دا تګلاره په تدریجي ډول د هېواد په بېلابېلو ولایتونو، په شمول د هرات، کې پلي کېږي. منتقدان دا تګلاره د خلکو د معلوماتو لاسرسي ته محدودهکوونکې او د رسنیو له اصولو سره په ټکر کې بولي.




