امنیت او پېښېمهم خبرونه

په بدخشان کې د طالبانو د ۲۵۰ سرتېرو د پوځي روزنې فراغت ترسره شو

د طالبانو د ادارې چارواکو ویلي چې د دې ادارې ۲۵۰ تنه منسوبان د بدخشان ولايت د ۲۱۹ عمر ثالث لوا په تعلیمي مرکز کې د مسلکي او پوځي زده کړو له بشپړېدو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل. د فراغت دا مراسم د يو شمېر پوځي او سيمه‌ييزو چارواکو په ګډون ترسره شول.

په دې مراسمو کې قاري عبدالواصل نظري، د ۲۱۹ عمر ثالث لوا مرستيال، مولوي دادمحمد نديم، د طالبانو د دفاع وزارت د تعليم او تربیې رئيس، مولوي شيرمحمد جواد، د بدخشان د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئيس او يو شمېر نورو مسئولينو ګډون کړی و. ګډونوالو د دغو منسوبانو فراغت يو مهم تعليمي لاسته راوړنه وبلله.

د طالبانو د دفاع وزارت د تعليم او تربیې رئيس په خپله وینا کې وويل چې اطاعت او فرمانبرداري د پوځي نظم او يووالي بنسټيز اصل دی، او له فارغانو يې وغوښتل چې د ادارې د مشرتابه د هدايت سره سم عمل وکړي. دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر منتقدان تل د طالبانو د ادارې د پوځي تعليمي مرکزونو د ايديولوژيکو تګلارو او د جګړه‌يي مهارتونو تر څنګ د عقيدتي روزنو پر تمرکز اندېښنه څرګنده کړې.

په دوام کې، نورو مسئولينو هم د منسوبانو د مسلکي او عقيدتي ظرفيتونو د لوړولو لپاره د هڅو پر دوام ټينګار وکړ. د مراسمو په پای کې فارغانو خپلو عملي روزنو او پوځي مهارتونو ننداره وکړه او پروګرام د دعايې سره پای ته ورسېد.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button