امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو د چینایي وګړو پر ضد برید کې د ښکېلو شکمنو پټنځای په بدخشان کې هدف ګرځولی

امنیتي سرچینې وايي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو په بدخشان ولایت کې د هغه شکمنو کسانو پټنځای په نښه کړی چې د چینایي وګړو پر ضد برید کې په تاجکستان کې تورن دي.

د یادو سرچینو په وینا، دا شکمن کسان د بدخشان له سرحدي سیمو څخه فعالیت درلود او بریدونه له پولې د هغې غاړې ترسره شوي دي. د عملیاتو په پایله کې یوه مطلوبه کس له وسلو او پوځي تجهیزات سره ژوندي نیول شوی دی.

سرچینو زیاته کړې چې د نیول شوي کس د لومړنیو اعترافونو پر بنسټ، یاد بریدونه د افغانستان له خارجه څخه طرحه شوي وو. سره له دې، تر اوسه پورې د احتمالي شبکې، د دقیقې طرحې ځای او د سرحدي سیمو له لارې د تګ راتګ څرنګوالي په اړه ښکاره معلومات نه دي ورکړل شوي.

دغه پېښه داسې مهال راپورته شوې چې د سرحدي سیمو د امنیتي وضعیت او د امنیتي عملیاتو د معلوماتو په رسولو کې د شفافیت نشتوالي په اړه اندېښنې دوام لري. منتقدان له طالبانو غواړي چې په دې برخه کې روڼ وضاحت ورکړي او خبریالانو ته لا ډېر معلومات برابر کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button