راپور: طالبان د پاکستان پر ضد د برید لپاره چمتووالی نیسي

د طالبانو د ادارې له دننه سرچینو د ځینو انځورونو او اسنادو په خپرولو سره ادعا کړې چې دغه ډله د پاکستان پر خاوره د برید لپاره چمتووالی نیسي. د دې سرچینو په وینا، په یوې کورنۍ غونډه کې پرېکړه شوې ده چې د شته امکاناتو په کارولو، په ځانګړي ډول د ځانمرګو بریدګرو له لارې، د پاکستان پر وړاندې عملیات پیل شي.
د هغو اسنادو له مخې چې یادو سرچینو آماج نیوز ته ورکړي، ادعا شوې چې د دې پلان یوه برخه د ځانمرګو بریدګرو لېږل د پاکستان خاورې ته ده. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښیي یو شمېر کسان د افغانستان له ځینو پوهنتونونو څخه د ځانمرګو بریدونو لپاره په پاکستان کې جذب شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې د تېر ماښام په ناوخته وخت کې هم د طالبانو د ادارې یو شمېر چارواکو غونډه کړې او د دې پلان پر پلي کېدو یې ټینګار کړی دی. تر دې دمه د طالبانو د ادارې رسمي چارواکو په ښکاره ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
داسې احتمالي اقدام کولی شي د سیمې امنیتي کړکېچ زیات کړي او هغه اندېښنې لا پسې ډېرې کړي چې د ځوانانو له کارولو څخه د ځانمرګو بریدونو لپاره کېږي؛ دا یوه تګلاره ده چې تر دې وړاندې یې دننه او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.




