په ۹ ولایتونو کې د مخدره موادو د قاچاق او کارونې په تور ۳۹ کسان نیول شوي

د طالبانو د مخدره موادو پر ضد ریاست وايي چې په خوست، پروان، پکتيا، فراه، کاپيسا، بلخ، بغلان، لغمان او فارياب ولايتونو کې د عملیاتو پر مهال ۳۹ کسان د مخدره موادو د قاچاق، کارونې او لېږد په تور نيول شوي دي.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، له نيول شويو کسانو څخه شپږ کيلو ګرامه چرس، يوه اندازه شيشه یا روانګردان مواد، الکولي مشروبات او یو شمېر نشهیي ګولي ترلاسه شوي دي.
طالب چارواکو د نیول شويو کسانو د هویت، د نیونو د دقیق وخت او د هغوی د قضايي برخلیک په اړه جزئيات نه دي خپاره کړي. دغه راز دا هم نه ده معلومه چې يادې عملياتي کړنې د خلکو پر شکايتونو، استخباراتي معلوماتو يا عادي ګزمېو پر بنسټ ترسره شوي که نه.
سره له دې چې طالبان وايي د مخدره موادو پر ضد مبارزه جدي نیسي، خو څېړونکي باور لري چې د نیونو او قانوني تعقیب بهیر کې د شفافيت نشتوالی، د مخدره موادو پر وړاندې د دوی د رسمي چلند په اړه اندېښنې زياتې کړي دي.




