امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو په ارزگان کې د يوه پخواني جنرال درې زامن نيولي

په ارزگان ولايت کې ځايي سرچينې وايي چې د طالبانو ادارې ځواکونو د دې ولايت د پخواني امنيې قوماندان جنرال مطيع‌الله درې زامن نيولي دي. دغه کسان چې «وحيدالله، وارث او نويدالله» نومېږي، د عقرب میاشتې پر ۲۶مه نېټه د ارزگان مرکز ترينکوټ ښار کې له خپل کور څخه د طالبانو اړوند کسانو له خوا نيول شوي دي.

د ځايي سرچينو په وينا، چې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره يې خبرې کړې دي، د دغو نیونو اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی. خو ويل شوي چې طالبانو د دې کورنۍ له کور څخه يو شمېر نامعلومه وسلې او مهمات هم ضبط کړي دي، خو د دغو تجهيزاتو نوعيت او اندازه څرګنده نه ده.

په ارزگان کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ له خوا په يوه اعلاميه کې د دغو درې کسانو نیول تایيد شوي او ویل شوي چې دغه نیونه وروسته له هغه شوې چې له يوه کور څخه وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي. دا اداره د نیول شویو کسانو نومونه نه دي ياد کړي، خو منلې يې ده چې ياد وسایل د يوه پخواني نظامي له کوره ترلاسه شوي دي.

په داسې حال کې چې په هېواد کې مستقل عدلي او قضایي بنسټونه فعال نه دي، د طالبانو اداره له خوا د بې بنسټه او خودسره نيونو دوام د بشري حقونو فعالان او کورنۍ اندېښمنې کړې دي. د جنرال مطيع‌الله کورنۍ تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د سيمې خلک له طالبانو غواړي چې د نیول شویو کسانو برخلیک روښانه کړي او په دې برخه کې مسوولانه چلند وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button