طالبانو په هرات کې ۳۱۵ ناقانونه مهاجر نیولي دي

د طالبانو د حکومت سیمهییزو چارواکو ویلي چې د دوی اړوندو ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې ۳۱۵ تنه هغه کسان نیولي چې هڅهیې کوله د ایران پولې ته ناقانونه واوړي. دغه کسان د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له خوا نیول شوي؛ دې قول اردو ته د افغانستان لوېدیځ کې د نظامي چارو مسئولیت سپارل شوی دی.
په یو بیان کې چې طالبانو خپور کړی، ویل شوي چې د دې اقدام موخه د «پولو امنیت» ټینګول او د افغان وګړو د ناقانونه تګ راتګ مخنیوی دی. په یاد بیان کې د «ناقانونه تګ» اصطلاح کارول شوې، خو د افغانانو د پراخې مهاجرت اصلي لاملونه یاد شوي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سختو اقتصادي شرایطو، لوړې بېکارۍ او پرلهپسې ټولنیزو محدودیتونو له امله، ګڼ خلک اړ کېږي چې له هېواد څخه د ناامنو او غیر رسمي لارو ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شي. ایران د دغو مهاجرتونو له عمده مقاصدو څخه ګڼل کېږي، سره له دې چې دا لاره خورا خطرناکه ده.
د طالبانو ادارې له خوا د دغه ډول خلکو نیول او بېرته ستنول نه یواځې دا چې د دوی وضعیت نه ښه کوي، بلکې دومره بېسرنوشته کوي چې له لا ډېرو سختو شرایطو سره مخ کېږي. دا مهمه پوښتنه هم راپورته کېږي چې پر سرحداتو د کنټرول د زیاتوالي پر ځای، د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره کوم حللاره وړاندې شوې ده؟




