امنیت او پېښېمهم خبرونه

طالبانو په نيمروز کې شل تنه د انسان قاچاق او جعل په تور نيولي

د طالبانو ادارې له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د دوی د امنيت مديريت اړوند ځواکونو په نيمروز ولايت کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال شل کسان د انسان قاچاق، اسنادو د جعل او غلا په تور نيولي دي.

په ورته وخت کې، د دغې ادارې پوليسو شپږ نور کسان هم د غلا په شک نيولي دي. همداراز، دوه کسان د سمنګان په ولايت کې د جادوګرۍ په تور او يو بل تن د فارياب په ولايت کې د موټرسايکل د غلا په تور د دغې ادارې امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.

طالبان دا نيونې په داسې حال کې اعلانوي چې د قضايي شفافيت نشتوالی، د خپلواکو بنسټونو نظارت نه‌شتون او د مظنونينو لپاره د مدافع وکيلانو نه‌شتوالی د شکمنو سره د چلند او د هغوی د بشري حقونو د نقض په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

دغه اداره تر اوسه د نوموړو تورونو د اثبات لپاره هيڅ خپلواک اسناد يا شواهد نه دي خپاره کړي او دا هم روښانه نه ده چې د دغو کسانو قانوني مراحل تعقيب شوي که نه. په افغانستان کې د انسان قاچاق مسئله او د سازمان‌يافته جرمونو پراخېدنه، په ځانګړي ډول د هېواد په لوېديځو سرحدي سيمو کې، يوه ستره ننګونه ده چې شفاف ځواب‌ويونکي اقدامات غواړي، خو د طالبانو د ادارې يوازېني امنيتي او غيرقانوني برخوردونه نه شي کولای دا بحران حل کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button