طالبانو په پروان کې پنځه پخواني نظاميان له ایرانه تر راستنېدو وروسته نیولي

پنځه تنه پخواني نظامیان چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت سره یې کار کاوه، او د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته ایران ته تښتېدلي وو، د خپل هېواد ته د بېرته راستنېدو پر مهال د طالبانو لهخوا نیول شوي دي. دا کسان د روان لمریز کال د لړم میاشتې پر ۲۸مه نېټه د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې نیول شوي، او تر اوسه پورې د هغوی د وضعیت یا ځای په اړه هیڅ رسمي معلومات نشته.
د ایندیپندنت فارسی سره یوې باوري سرچینې ویلي چې دا پنځه تنه چې نومونه یې سلیمان، شیرینملا، گلبدین، علیم او جانمحمد دي، د پنجشېر ولایت د شتل ولسوالۍ د رویدره کلي اوسېدونکي دي. دا سیمه په ځانګړي ډول د طالبانو پر ضد د مقاومت په جریان کې د شدیدو نښتو شاهد پاتې شوې ده.
د ایران څخه د افغان مهاجرو د جبري راستنولو ترڅنګ، راپورونه دا ښيي چې طالبان د پخواني حکومت نظامیان او کارکوونکي نیسي. ګڼ شمېر وګړي له ایرانه تر شړل کېدو او افغانستان ته تر داخلېدو وروسته، د طالبانو لهخوا نیول شوي او کورنیو ته یې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
که څه هم چې طالبانو پخوا د عمومي بخښنې ژمنه کړې وه، خو لاهم پخواني حکومتي کسان هدف ګرځي او نیول کېږي. د نیول شویو کسانو سره د طالبانو د چلند، د قضايي بهیر د شفافیت نشتوالي او د مهمو وګړو د ناپېدې کېدو په اړه اندېښنې ورځ تر بلې ډېرېږي.




