د طالبانو د پوځ مشر: سرتېري دې ځانونه تاجک او پښتون نه، بلکې افغان او مسلمان وبولي

قاري فصيح فطرت، چې د طالبانو د پوځ د ستاد مشر دی، له خپلو جنګیالیو غوښتي چې د ځان پېژندنې پر مهال د قومي هويتونو لکه تاجک، پښتون يا ازبک يادونه ونه کړي، بلکې ووايي چې «مسلمانان او افغانان» دي. نوموړي دا خبرې د طالبانو د پوځ د نوو يونيفورمونو د معرفي پر مراسمو کې وکړې.
د هغه په وينا، د طالبانو ځواکونو ته پکار ده چې د خپلو قومي تړاوونو له څرګندولو ډډه وکړي او پر ګډې ملي هويت ټينګار ولري. دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د طالبانو د ادارې د پوځي او ملکي جوړښتونو قومي ترکيب له پخوا د هېواد د وګړو ترمنځ د بحث موضوع پاتې شوې ده.
له دې وروسته چې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان واکمن شول، بېلابېل راپورونه او نظرونه خپاره شوي دي چې د دې ادارې د پرېکړو او مشرتابه په کچه د بېلابېلو قومونو د ګډون کچه څرنګ ده. منتقدانو څو ځل د قدرت په جوړښت کې د قومي توازن نشتوالی ياد کړی او د يوې هر اړخيزې او د ټولو قومونو استازولۍ کوونکې ادارې د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.
افغانستان يو څو قومي هېواد دی چې تاجکان، پښتانه، هزارهگان، ازبکان او نور قومونه پکې ژوند کوي. د پخواني اساسي قانون له مخې، د هېواد د ټولو وګړو د برابر حقوقو اصل ټينګار شوی و، خو د طالبانو اداره تراوسه د ټولو قومونو د مساوي ګډون لپاره هېڅ روښانه مېکانېزم نه دی وړاندې کړی. دا موضوع تر اوسه د هېواد د وګړو او مدني بنسټونو له مهمو غوښتنو څخه ګڼل کېږي.




